اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

ازبیکستاني ډاکټران بلخ ته راغلي دي

دید خبرې آژانس: د ازبیکستان د ډاکټرانو یوه ۲۴ کسیزه ډله د بشري مرستو له یوې جوپې سره بلخ ته را ورسېده.

د ازبیکستان د سرخان دریا والي چې، د دې مرستو د سپارلو په موخه حیرتان بندر ته راغلی و ویلي چې، دغه ډاکټران یې د بې وزله ناروغانو د درملنې په موخه را لېږلي دي.

د ازبیکستان دې مرستو کې درمل، اوړه، غوړي، غوښه او مکروني شامل دي.

د ازبیکستان د سرخان دریا والي، الوغ بیګ قاسم اوف و ویل: « له افغانستان سره د ازبیکستان نننۍ مرستې له نورو بشرپاله مرستو سره توپیر لري، ازبیکستان نن د بشرپاله مرستو ترڅنګ ډاکټران، متخصصین او طبي ماشینونه هم راوړي چې بلخ ولایت کې ناروغانو ته خدمتونه وړاندې کړي او دا د ازبیکستان د ولسمشر په امر شوي دي.»

ورته مهال د بلخ د والي مرستیال د ازبیکستان له لوري دا مرستې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ بېلګه بللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د بلخ د والي مرستیال، نور الهادي ابو ادریس زیاته کړه: « الحمدالله دا ډله چې نن دلته راغلې، ریښتیا هم ډېره اړینه ده چې، بې د وزلو او اړمنو ناروغانو درملنه وکړي. او دا د دوو ولایتونو او دوو هېوادونو لپاره یوه لاسته راوړنه ده.»

د بلخ د عامې روغتیا ریاست مرستیال، سید احمد شاداب و ویل: « له ازبیکستاني همکارانو او حکومته مو هیله ده چې دغه مرستې بسنه نه کوي او باید دوام وکړي او نوره همکاري هم وکړي؛ ځکه موږ د روغتیا په برخه کې همکارۍ ته اړتیا لرو او غواړو چې د دواړو هېوادونو ډاکټران د یو بل له تجربو په ګټنې خلکو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.»

ټاکل شوې چې، دغه ۲۴ تنه ډاکټران د پنځه ورځو لپاره د حیرتان په بندري ښارګوټي کې د عمومي داخلې، جراحۍ، اعصابو، ماشومانو، نسايي ولادي، سترګو او غاښونو په برخه کې روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا