افغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونه

ازبکستان یو ځل بیا د افغانستان له خاورې راکټ وویشت

ډید خبري اژانس: د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان له خاورې پنځه راکټونه توغول شوي، خو مرګ ژوبله نه لري.

ازبکستان یو ځل بیا د افغانستان له خاورې راکټ وویشت

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې پنځه راکټونه چې غالباً له افغانستانه توغول شوي وو، د ازبکستان په سرحدي سیمه کې لیدل شوي دي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزارت د اعلامیې پر بنسټ، د دغو راکټونو له امله هیڅ یوه هم نه ده لګیدلې او نه هم د دغو توغندیو د لګیدو له امله چا ته زیان نه دی اوښتی، خو په سرحدي سیمو کې د استوګنې کورونو ته لږ زیان اوښتی دی.
دغو راکټونو د ترمذ په سرحدي ښارګوټي کې د استوګنې څلور کورونه لږ زیانمن کړي، چې ازبکستان د افغانستان او پاکستان په ګډون د جنوبي اسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ په مرکز بدل شوی دی.
څه موده وړاندې له افغانستان څخه پر ازبکستان راکټي بریدونه وشول او داعش یې پړه پر غاړه واخیسته.
طا-لبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا