اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍګزارش

اروپا: افغان ښځو پناه غوښتنې باید د جنسیت او ملیت له امله ومنل شي

دید خبرې آژانس: د اروپايي ټولنې سترې محکمې په یو حکم کې ویلي، چې یوازې د افغان مېرمنو ملیت او جنسیت د دوی د پناه غوښتنې د منلو لپاره کافي دلیل دی. دغه حکم د هغو دوو افغان مېرمنو د دوسیې تر څېړلو وروسته صادر شو، چې په اتریش کې یې د پناه غوښتنه رد شوې وه.

په بروکسل کې د اروپايي ټولنې سترې محکمې د جمعې په ورځ «د تلې په ۱۳ مه» د هغو دوو افغان مېرمنو د دوسیې د څېړلو په ترڅ کې چې په ۲۰۱۵ او ۲۰۲۰ کلونو کې د اتریش د کډوالۍ د ادارې له خوا رد شوې وې، وویل: “”د افغان میرمنو د پناه غوښتنې د منلو لپاره د دوی په خپل هیواد کې د ځورونې ثابتولو ته اړتیا نشته.”

دغې محکمې حکم وکړ، چې د پناه غوښتنې د منلو لپاره یوازې دا چې پناه غوښتونکې ښځې وي، کافي ده.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې له دغو مېرمنو څخه یوه یې اتریش ته له ننوتلو مخکې له قانوني اسنادو پرته په ایران کې اوسېده او د هغې روږدي پلار د خپل اعتیاد د پوره کولو لپاره د هغې د پلورلو هوډ درلود.

همدارنګه د جینیوا د کنوانسیون له مخې، اروپايي هېوادونه هغه پناه غوښتونکي چې په خپل هیواد کې ځورول شوي نه وي، ویستلای شي.

تر دې مخکې یو شمېر اروپايي هېوادونو ویلي و، چې د افغان مېرمنو د پناه غوښتنې به د دوی د جنسیت له امله ومنل شي.

په فرانسه، سویډن او ډنمارک په څیر هیوادونو کې یوې محکمې هم ورته پالیسۍ اعلان کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا