اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

اروپایي ټولنه: افغانستان سره مرستو ته چمتو یوو

د دید خبری آژانس: په قطر کې د طا-لبانو سیاسي دفتر وایي، چې د اروپایي ټولنې استازو د دوی د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یوه لوړپوړي پلاوي سره لیدلي دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردګ ویلي، چې د متقي او اروپایي استازي توماس نیکلسون په مشرۍ په دې لیدنه کې پر بشرپاله مرستو او روغتیایي خدمتونو ډېر بحث شوی دی.
د سرچینې په حواله، اروپایي لوري ډاډ ورکړی چې دوی به په یادو برخو کې افغانستان سره مرستې کوي.
طالب ویاند د یادو مرستو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر ملا متقي په مشرۍ دا پلاوی تېره پنجشنبه د قطر پلازمېنې دوحې ته لاړ، څو هلته له امریکا او اروپایي ټولنې سره پينځلس ورځيني مذاکرات ترسره او د اختلافاتو په حل وغږیږي.
تراوسه د پيل شویو دغو خبرو په اړه ډېر جزییات نه دي په ډاګه شوي.
طا-لبان تمه لري، چې په دې مذاکراتو کې به له نړیوالو سره د دوی اړیکې ورغیږي، خو امریکایي او اروپایي لوري بیا د ډېرو نورو هېوادونو په شان د طا-لبانو په عمل کې بدلون له دوی سره د اړیکو په رغیدو کې مهم شرط ګڼلی.
پرون د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو د سازمان(ایکو) په غونډه کې د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان یو ځل بیا په افغانستان کې د ژمي له رسیدو سره د سخت بشري بحران د رامنځته کیدو خبرداری ورکړ.
په افغانستان کې د فقر او بشري ناورین له شدت سره هم مهاله، د طالبانو رییس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند ملت ته پر ملي ټلویزیون د خپلې لومړۍ غږیزې وینا پر مهال وویل چې د ملت د رزق وعده دوی نه، بلکې خدای تعالی کړې او که څوک د فقر او نیستۍ څخه نالښت وکړي، په الهي عذاب به اخته شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا