اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

اروپايي هېوادونو کې د افغانستان سفارتونو ته د طا-لبانو خبرداری

دید خبرې آژانس:په افغانستان کې د طا-لبانو سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو او قونسلګریو فعالیتونه (خپلسري) دی.

دغه ډله وايي، په اروپايي هېوادونو کې ورته د افغانستان د سیاسي استازولیو فعالیتونه د اعتبار وړ نه دي.

د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ د (زمري ۹مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د کاناډا او اسټرالیا په ګډون د اروپايي هېوادونو د سفارتونو او قونسلګریو فعالیتونه د یادې ډلې له همغږۍ پرته (له اصولو خلاف، په خپلسري ډول) مخته وړل کېږي.

طا-لبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په لندن، بلجیم، برلین، بن، سویس، اتریش، فرانسې، اېټالیا، یونان، پولنډ، سویډن، ناروې، کاناډا او استرالیا کې د افغانستان د سفارتونو او قونسلګریو فعالیتونه ورته د اعتبار وړ نه دي.

طا-لبانو په دغه اعلامیه کې ویلي، چې په دغو هېوادونو کې د وثیقو، تصدیق پاڼو، عدم مسوولیت پاڼو، د پاسپورټونو د ورکړې، د پاسپورټ د تمدید، د ویزې ورکولو او نورې چارې د یادو سفارتونو او قونسلګریو له لوري ورته د منلو نه دي.

طا-لبانو ويلي، د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د دغو سندونو په وړاندې هېڅ ډول مسوولیت نه مني او نه په دې اړه اجرات کوي.

طا-لبانو په یادو هېوادونو کې له مېشتو افغانانو غوښتي، چې د قونسلي خدمتونو او ویزو د تر لاسه کولو لپاره په هغه هېوادونو ته ځي چې د دغې ډلې تر واک لاندې دي.

طا-لبانو د کاناډا او اسټرالیا په ګډون په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان په سیاسي استازولیو کې دغه محدودیتونه په داسې حال کې لګولي، چې تر دې دمه هیڅ هېواد دغه ډله په رسمیت نه ده پېژندلې.

تر دې مهاله په دغو هېوادونو کې د افغانستان سیاسي استازولیو د طا-لبانو د دغه محدودیتونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا