اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

اروپايي اتحاديه اسرائيلي رژيم ته اولټيماټوم ورکوي

دید خبری آژانس د خبر له مخې: اروپایی اتحادیه د هاګ د محکمې له فیصلې سره د موافقې په صورت کې پر اسرائیلو د بندیزونو لګولو غور کوی. بروکسل صهیونیسټ رژیم ته د اولټیماټوم ورکولو لپاره چمتووالی نیسي.

د پولیټیکو په وینا، اروپایي اتحادیه به «پایلې» په پام کې ونیسي که چیرې د اسراییل رژیم د عدالت د نړیوالې محکمې پریکړه ونه مني.

د دغه رپوټ په اساس بروکسل صهیونیسټ رژیم ته د اولټیماټوم د صادرولو لپاره چمتووالی لری.

اروپايي ټولنې دغه اقدام په داسې حال کې اعلان کړ چې اسرائیلي رژیم په رفح کې د بې ځایه شویو خلکو خیمې په نښه کړې او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې لږ تر لږه ۴۵ فلسطینیان وژلي دي.

د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو په رفح ښار کې د کډوالو پر خېمه باندې وژونکی بريد يوه غمجنه تېروتنه وبلله او ويې ويل چې په دې اړه به څېړنه وکړي.

په همدې حال کې د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیر مایکل مارتین د اسراییلو په اړه د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو له غونډې وروسته وویل: د لومړي ځل لپاره مې د اروپايي ټولنې په غونډه کې د بندیزونو په اړه د پام وړ بحث ولید.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا