اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

اردوغان: په غزه کې د اوربند لپاره پر اسرائیلي رژیم د امریکا فشار نه دی راغلی

دید خبري اژانس: د حماس غورځنګ له خوا د اوربند د طرحې له منلو او د اسرائیلي رژیم له لوري د هغه له ردولو وروسته، ترکیه وايي، امریکا او اروپايي هېوادونو پر اسرائیلي رژیم د اوربند د منلو لپاره کافي فشار نه دی راوړی.

رجب طیب اردوغان دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ (د می ۱۲/۲۳ ثور) د ترکیې په پلازمینه انقره کې د مسلمانو عالمانو په غونډه کې وکړې.

هغه زیاته کړه چې حماس د قطر او مصر د اوربند وړاندیز منلی دی خو د بنیامین نتنیاهو حکومت نه غواړي چې په غزه کې جګړه پای ته ورسیږي.

د اردوغان په وینا، دا څرګنده شوې چې څوک د سولې او خبرو پلوي دي او څوک غواړي چې په غزه کې نور شخړه او وینه تویه کړي.

د ترکیې ولسمشر ټینګار وکړ: مونږ ولیدل چې هغه هیوادونه چې هر وخت مونږ ته د بشری حقوقو او آزادۍ په هکله څرګندونې کوی، په ښکاره د هغو کسانو ملاتړ کوی چې ۳۵ زره فلسطینیان یې قتل عام کړی دی. هغوی چې تر پرون پورې یې د مظاهرو حق مقدس بللی، اوس د فلسطین په ملاتړ لاریونونه نشي زغملی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا