اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

اردوغان فلسطین ته پوځي ځواکونو لیږې

دید خبرې آژانس: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اسرائیلو ته خبرداری ورکړی چې امکان لري د خپل هېواد پوځي ځواکونه د اشغال شویو سیمو ته ولېږي.

بلومبرګ راپور ورکړی، چې د ترکیې ولسمشر له فلسطینه په ملاتړ او اسراییلو ته په ګواښ ویلي دي:« باید ډېر ځواکمن واوسو، څو اسراٸيل له فلسطینیانو سره داسې کارونه ونه کړی. لکه څنګه چې موږ قره باغ ته ننوتلو، لکه څنګه چې موږ لیبیا ته ننوتلو، موږ ممکن د دوی (اسرائیل) سره هم همداسې وکړو. داسې څه نشته چې موږ یې نشو کولی.»

له بلې خوا اسراییلو هم اردغان ته خبرداری ورکړی، چې کېداى شي د هغه برخلیک هم د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسین د برخلیک په شان شي، چې په دار ځړول شوی و.

د اسرایلو د بهرنیو چارو وزیر اسرایل کاټز پر اېکس لیکلي: «اردوغان اسرائيلو ته پر دوى د بريد ګواښ په برخه د صدام حسین لاره تعقیبوي، هغه باید په یاد ولري چې هلته څه پېښ شول او څنګه پای ته ورسېدل.»

له بله پلوه، د ترکي رسنیو د راپورونو پر بنسټ اردوغان ویلي دي چې د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د امریکا کانګرس ته د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د وینا سره په ورته وخت کې د ترکیې پارلمان ته د وینا په خاطر د انقرې وړاندیز ته ځواب نه دی ویلی.

د ترکیې ولسمشر همداراز له محمود عباس څخه وغوښتل چې د انقرې بلنې ته د ځواب نه ورکولو له امله بښنه وغواړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا