اذربایجان له افغانستان سره د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی
دید خبرې آژانس: د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي پرون په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره وکتل.
سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په دغه کتنه کې د اذربایجاني الوتکې لوېدلو د غمجنې پېښې له امله خپله خواشیني څرګنده کړې او د افغانستان او اذربایجان تر منځ یې د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا ټینګار کړی دی.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د اذربایجان سفیر د الوتکې د لوېدو په پېښه کې د افغانستان غمرازي او د تسلیت پیغام د دواړو هېوادونو د ورورګلوۍ او پالنې په توګه یاده کړې او د مننې ترڅنګ یې ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د سیاسي تعامل پراختیا ته لېوالتیا لري او د اقتصادي پیاوړتیا او هر اړخیزې هوساینې په لړ کې همکارۍ ته چمتو دی او د دوه اړخیزو اړیکو دا پیاوړتیا یې د دواړو هېوادونو لپاره ارزښتمنه بللې ده.