اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

اخوان المسلمین د سعودي عربستان د تورونو پر وړاندې توند غبرګون وښود

اخوان المسلمین د سعودي عربستان هغه تورونه رد کړل، چې ګواکې دا سازمان ترهګري او تاوتریخوالي تولیدوي او ټینګار یې وکړ، چې ددې سیاسي بهیر له ارزښتمنو چوپړونو یوازې نمک حرامان منکرېدای شي .

له آناتولي نه په نقل سره ، اخوان المسلمین د یوې بیانیې په ورکولو سره ویلي دي : موږ د سعودي عربستان د چارواکیو هغه تورونه ردوو او محکوموو، چې اخوان المسلمین ترهګري او تاوتریخوالی تولیدوي .

په دې بیانیه کې همداراز راغلي دي : اخوان المسلمین له جوړېډو را پدېخوا تر اوسه د خلیج له هېوادونو سره دوستانه اړیکې درلودې او دوی ته یې خورا فرهنګي، علمي، سیاسي او اقتصادي چوپړونه کړي دي .

دا سازمان اضافه کړي دي : یوازې نمک حرامان دا چوپړونه هېرولی شي .

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا