احمد جان بلال د قوش تېپې ملي کانال له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه
دید خبرې آژانس: د امارتي شرکتونو لوی رییس مولوي احمد جان بلال، د قوش تېپې ستر او ملي کانال له سربند، دویم فاز او د کانال په مسیر کې د پلونو جوړولو له روانو چارو څخه لیدنه کړې ده.
د امارتي شرکتونو لوی رییس د دې لیدنې پرمهال، د قوش تېپې کانال پروژې پر ارزښت خبرې کړې او د افغانستان د اوبو مدیریت او د کرنې میکانیزه کولو په لاره کې یې د هېواد یوه مهمه او ستراتېژیکه پروژه بللې ده.
دغه راز د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالرحمن عطاش، ویلي چې د قوش تېپې ستر او ملي کانال چارې په ټولو اړینو معیارونو برابرې او په خورا چټکۍ سره د افغاني انجنیرانو له لوري پرمخ روانې دي.
د یادونې وړ ده چې د قوش تېپې ستر او ملي کانال د دویم فاز د کیندنې چارې ۸۵ سلنه او د سربند جوړولو چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې دي او همدارنګه د کانال په مسیر کې د ۷ پلونو جوړولو چارې هم په چټکتیا سره دوام لري.