اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

اتمر: طا-لبان له نړۍوالو مرستو څخه ناوړه ګټه نه اخلي

دید خبرې آژانس: د افغانستان بهرنیو چارو پخواني وزیر د هغه راپور په غبرګون کې چې په جلال اباد ښار کې د خوارځواکۍ او نورو ناروغیو له امله سلګونه ماشومان مړه شوي، پر طا-لبانو غږ کړی چې له بشري مرستو دې ناوړه ګټه نه اخلي.

حنیف اتمر خبرداری ورکړ چې افغانستان له ستر بشري ناورین سره مخ دی.

اتمر د سې شنبې په ورځ وروسته له هغه په خپله ایکس پاڼه کې اعتراض وکړ چې، د بي بي سي په يوه راپور کې ويل شوي وو، په تېرو شپږو مياشتو کې د جلال اباد په روغتون کې ٧٠٠ ماشومان مړه شوي.

د دغو ماشومانو د مړینې د زیاتوالي اصلي لاملونه خوارځواکي او د مخنیوي وړ ناروغۍ بلل شوې دي. چې په منځنۍ کچه یې په جلال اباد کې هره ورځ تر درېيو پورې د ماشومانو ژوند اخیستی.

د بي بي سي د راپور له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۳،۲ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

نړۍوال بنسټونه وايي، لږ تر لږه ۲۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري. خو ملګري ملتونه وايي، له افغانستان سره په نړۍوالو مرستو کې کموالی راغلی دی.

ورته مهال، له افغانستان سره د امریکا د مرستو د څارنې د دفتر په ګډون یو شمېر بنسټونو ویلي چې طا-لبانو له نړۍوالو مرستو ناوړه ګټه اخیستې او په دې برخه کې یې د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي لپاره کوم ګامونه نه دي پورته کړي.

پخواني وزیر اتمر د خپلې ایکس پاڼې له لارې په طا-لبانو غږ کړی، چې باید د ژوند د ژغورلو لپاره د افغانستان ملي عواید په مسوولیت سره وکاروي.

د مخکیني حکومت دغه وزیر په افغانستان کې د تیلو، ګازو او نورو کانونو د ایستلو لسګونه تړونونو ته اشاره کوي، چې طا-لبانو د چین، ایران او منځنۍ اسیا له شرکتونو سره لاسلیک کړي دي.

حنیف اتمر له طا-لبانو وغوښتل چې په «هېواد کې د ښځو پر بنسټیزو حقونو لګیدلي ټول بندیزونه لرې کړي، چې هغوی وکولای شي د بشري مرستو په رسولو کې برخه واخلي او هغه په سم او مساوي ډول تر ټولو اړمنو ورسوي.»

هغه د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ او د نړۍ له هېوادونو یې وغوښتل چې د «طا-لبانو پر تګلارو د کرکې له امله باید دغه مرستې بندې نه کړي چې د میلیونونو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.»

د طا-لبانو یوه ویاند ویلي چې دوی ته دا وضعیت له پخواني حکومت څخه په میراث پاتې دی. دا هغه ادعا ده چې د روغتیا او بشري مرستو د بنسټونو وروستۍ ارزونې یې د طا-لبانو له وروستیو تګلارو سره تړي.

په افغان ماشومانو کې خوارځواکۍ خبره نوې نه ده. په ۱۳۹۳ کال کې د افغانستان د روغتیا وزارت ځینو شمېرو ښودلې وه چې له افغانستان سره د نړۍوالو مرستو له کیدو سره هم تر ۴۰ سلنې زیات ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا