اتمر: د جمهوريت د سقوط په تړاو باید څېړنې وشي
دید خبرې آژانس: د افغانستان د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنيف اتمر د جمهوريت د سقوط په تړاو د ځينو کسانو د وروستيو څرګندونو په غبرګون د دې پېښې په اړه د څېړنې غوښتنه کړې.
نوموړي ویلي، چې په دې اړه باید ټول سیاسیون او دولتي مشران په ملي او نړۍواله کچه ځواب ويلو ته چمتو شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر د چهارشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه د جمهوريت د سقوط اړوند د ځينو رسنیو او سیاسي کړيو د موضوع انعکاس ته په اشارې لیکلي: «د جمهوريت پرځېدل یوه تاريخي فاجعه وه، چې هېوادوال یې له ګڼو ناخوالو سره مخ کړل.»
هغه په دې اړه د کوم چا مشخص نوم یاد نه کړ.
نوموړي ويلي، چې د دغه موضوع د څېړلو پر مهال باید ټول اړخونه او کورنۍ او بهرني عوامل په بې پرې توګه وارزول شي.
اتمر زياتوي، چې په دې سره کېدلی شي «د حساب ورکونې او عدالت» لپاره د افغانانو حق تامين شي.
نوموړي په دې اړه د افغانستان له شریکو هېوادونو هم غوښتي: «د افغانستان ملګري هېوادونه هم باید د دغه زړور او صادقانه هوډ او سیاسي چمتوالي هرکلی وکړي او خپلو دولتي مسوولانو په تړاو، چې په دې بهير کې ښکيل دي د حساب ورکونې او عدالت مسلې د څېړنې لپاره ګام پورته کړي.»
اتمر لیکلی، چې ده او یو شمېر نور مشرانو لا دمخه د حساب ورکونې په يو بې پرې بهير کې د ګډون لپاره چمتوالی ښودلی.
نوموړي د جمهوريت د سقوط اړوند د څېړنې او حساب ورکونې په بهير کې د طا-لبانو د شاملېدو غوښتنه هم کړې ده.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړې استازي زلمی خلیلزاد تېره ورځ د پخواني جمهوري حکومت د مشرانو نیوکو ته په غبرګون کې ویلي، چې امریکا او استازی یې د جمهوریت د سقوط لامل نه وه او د افغانستان دولت ځکه وپرځېد، چې مشران یې «هم په جګړو او مذاکراتو کې بد ول او هم د هېواد په اداره کولو کې.»
خلیلزاد تېر حکومت د پرځېدو او د طا-لبانو د بیا واکمنېدو مسوول ګڼي.