ډید خبري آژانس: د افغانستان په اړه د امنیت شورا د پریکړه لیک له تصویب وروسته په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازي ویلي چې دغه پریکړه لیک د افغانستان په اړه یوه اصولي او عملي نړیواله تګلاره جوړوي.
د متحده عربي اماراتو استازي د امنیت شورا په غونډه کې د دغه پرېکړه لیک د تصویب په اړه وویل، چې دغه طرحه د سیمه ییزو او نړیوالو ګټو د انعکاس په ترڅ کې د افغانانو پر ګټو متمرکزه ده.
هغه زیاته کړه: د ځانګړي همغږي کوونکي په راپور کې د مشخصو وړاندیزونو پلي کول به لږ تر لږه د نړیوالې ټولنې یو موقتي او غبرګوني چلند پیاوړی کړي.
د ابوظبۍ استازي ویلي دي چې دا د یو سوکاله، سوله ییز او باثباته افغانستان په لور چې د افغانانو له خوا د افغانانو لپاره جوړ شوی، یوه ننګونکې خو عملي لاره پیلوي.
په همدې حال کې د اماراتو استازي یادونه وکړه چې تېر کال دا ځل طا-لبانو خپل یو شمېر سخت حکمونه صادر کړل چې له مخې یې د نجونو پر زده کړو او له شپږم ټولګي څخه وروسته د ملګرو ملتونو او نړیوالو انجوګانو لپاره پر کار کولو بندیز ولګېد.
هغه په خپلو خبرو کې دا هم وویل: هغه څه چې هغه وخت روښانه وو او اوس هم څرګند دي هغه دا دي چې د افغانستان لپاره همغږي نړیواله ستراتیژي نشته.
د متحده عربي اماراتو د استازي په وینا، هغه څه چې نړۍ د افغانستان په اړه رهبري کوي، ښايي د افغانستان د کړکېچ د بدلولو وروستی چانس وي، چې د ټولو اړخونو جوړجاړي ته اړتیا لري.
د يادونې وړ ده، چې د دغه پرېکړه ليک مسوده متحده عربي اماراتو او جاپان چمتو کړې وه.