روستي خبرونهورزش او ځوانان

آیا په روژه کې ورزش کولای شو؟

سپورت چې د ورځني ژوند یوه مهمه برخه ده، په روژه کې د مناسب او غوره وخت نه موندلو له امله زیات شمېرخلک ترې لاس په سر کېږي.

د «آذان آنلاین» وېبپاڼې په دې اړهیوه راپور کې ویلي، چې ډېر خلک دي، چې سپورت يې د ورځني ژوند يوه برخه ده او ډېر خلک دي، چې په روژه کې بيا د سپورت په اهميت نه پوهيږي. که پوهيږي هم؛ مناسب وخت يې ورمعلوم نه وي.
د طبي څېړنو له مخې په روژه کې سپورت څو ګټې لري : ځيګر قوي کوي، پلې قوي کوي، د بدن غوړ او زهر سېځي.
ډاکټران وايي په روژه کې د سپورت لپاره غوره وخت له روژه ماتي نيم ساعت مخکې وخت دی، ځکه چې دې وخت کې بدن غوړ، مايعات او مالګه ضايع کړې وي او سپورت کې دا شيان نور هم ضايع کيږي، بېرته ورپسې روژه‌ماتی دی، بدن بېرته خپله مناسبه غذا اخلي.
بله دا ده چې روژه کې بايد سخت سپورت ونه شي، بلکې روژه کې تر ټولو مناسب سپورت «ګرځېدل» دي. يوازې ګرځېدل کولی شي، چې د بدن غوړ او سموم وسوځوي، چې د بدن لپاره ډېره ګټوره ده.
د سپورت لپاره بل غوره وخت له روژه‌ماتي دوه ساعته وروسته وخت دی. دې وخت کې معدې هضم کړی وي او له خپل کاره فارغه وي. بله دا چې بدن د ورځنيو ضايعاتو يو څه جبيره هم کړي وي، نو که يو څه ښه سپورت هم وشي بې فايدې نه ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا