اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنهګزارش

آیا طا-لبان د ګوزڼ وهلو ماشومانو شمېر پټوي؟

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د روغتیا وزارت ویاند وایي، چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

په ورته وخت کې د روغتیا د نړیوال سازمان شمېرې ښيي، چې د روان کال د وږي تر میاشتې پورې په افغانستان کې د دې ناروغۍ ۲۲ پېښې ثبت شوې دي.

دغه شمېرې او د طا-لبانو د روغتیا وزارت له خوا د پولیو د مثبتو پېښو پټولو مسالې د ماشومانو د راتلونکي په تړاو اندیښنې راپورته کړې دي.

روغتيايي کارپوهان وايي، د پولیو د پېښو د کره راپور نشتوالی د وقایوي تدابيرو د مخنیوي او په سمه توګه د اړوند واکسين نه تر سره کېدو لامل کيږي.

د روغتیايي کارکوونکو په باور، دا چاره ددې لامل ګرځېدای شي چې د ګوزڼ ناروغي لا خپره شي او ډېر ماشومان ګوزڼ ووهي.

کارپوهان وايي، چې د معلوماتو پټول او ناسم معلومات خپرول پر روغتیايي سیستم د خلکو باور کموي.

دوی وايي، ښايي له همدې امله خلک پر واکسینونو او روغتیايي مشورو لږ باور وکړي، چې په پایله کې به یې د لویو روغتیايي ستونزو لامل شي.

د پوليو واکسين له يوې نيمې مياشتې ځنډ وروسته بيا پيل شو

په افغانستان کې د پولیو واکسین د کمپاین د ځنډولو په تړاو د طا-لبانو له پرېکړې شاوخوا یوه نیمه میاشت وروسته د دې ډلې د عامې روغتیا وزارت په ۱۶ ولایتونو کې د دغه کمپاین د بیا پیل اعلان وکړ.

د طا-لبانو د روغتیا وزارت ویلي، چې دغه کمپاين به درې ورځي وغځیږي.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل ادعا کړې، چې سږ کال په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان له خوا د روان کال د تلې میاشتي پر نهمه نېټه خپرې شوې شمېرې ښيي، چې د روان میلادي کال له پیله تر سپټمبر میاشتې پورې په افغانستان کې د پولیو ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغو شمېرو له مخې، د زمري له ۳۱ مې نه د وږي مياشتي تر نهمې نېټې پورې په کندهار او هلمند ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ درې پېښې ثبت شوې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا