آیا د ملي وحدت حکومت کابینه به تکمیل شي؟
ورځپاڼه مسیر : داسې نه ښکاري، چې د ملي وحدت حکومت به تر پایه تکمیل شي. دا حکومت هم داسې نه دی، چې سرپرستي پکې ختمه شي او کابینه تکمیل شي.
د ملي وحدت د حکومت درېیم کال پوره کیږي، خو لا یې هم نږدې نیمايي کابینه د سرپرستانو له خوا اداره کیږي. که څه هم حکومت تل لنډې وعدې ورکړې او ویلي یې دي چې ژر به کاندید وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړي، خو دې چارې میاشتې ونیولې او اوس به کلونو ته غځیږي. ټاکل شوې چې څو ورځې وروسته ولسي جرګه خپلې رخصتۍ پیل کړي او که تر دې مخکې کاندید وزیران ولسي جرګې ته ور ونه پېژندل شي، نو څو میاشتې نور به هم نیمه کابینه سرپرستان وي.
په ولسي جرګه کې د کاندید وزیرانو د غوښتنې غږ کمزوری دی او کله کله هم وکیلان یوازې د ځینو شخصي ګټو لپاره پر سرپرست وزیر د فشار لپاره دا غږ پورته کوي. ولسي جرګې لا هم په دې اړه پر حکومت د فشار لپاره ډله ییز ګام نه دی اخیستی. دوی نه یوازې دا چې کوم جدي ګام یې نه دی اخیستی، بلکې پر حکومت یې ډله ییز فشارهم نه دی راوړی. حکومت هم غلی دی، کله کله د ژورنالېستانو پوښتنو ته د ځواب پر مهال او یا هم د کوم وکیل غږ ته په ځواب کې وايي چې دا کار به ژر وشي. کله د دوو اونیو خبره کوي او کله خبره د یوې اونۍ شي، خو اونۍ ختمه شي، کاندید وزیران نه وي او سرپرستان خپلې ناقانونه واکمنۍ ته دوام ورکوي.
د سرپرستۍ ستونزه جدي ده. ځکه له یوه اړخه سرپرستان د قانون خلاف خپل کار ته دوام ورکوي. له بله اړخه د سرپرستانو په واکمنۍ کې فساد، ناقانوني، ګډوډي او خپلسري زیاته شوې ده. همدا اوس په هغو وزارتونو کې چې سرپرستان یې اداره کوي او یا یې له وزیر څخه ولسي جرګې د باور رایه اخیستي، ناقانونۍ، فساد او ګډوډۍ تر هغو وزارتونو ډېرې دي چې قانوني وزیران لري. هغوی چې سرپرستان دي او یا د باور رایه ترې اخیستل شوې، فکر کوي چې له وزارت څخه لرې کېږي، نو نه یوازې د فساد او ناقانونۍ مخه نه نیسي، بلکې خپله پکې ښکېلدي.
څومره چې سرپرستي دوام کوي، په همغه کچه فساد اوناقانوني زیاتېږي. که د ملي وحدت حکومت مشران په کاندید وزیرانو سره نه جوړېږي، نو سرپرستي زیاتېږي. په دې ډول دوی ناقانوني او فساد زیاتوي او دوام ورکوي. دا چاره مخامخ د حکومت او ولس ترمنځ پر اړیکو اغېز کوي، ځکه فساد، ناقانوني او ګډوډۍ هغه څه دي چې خلک یې له حکومت څخه لرې کړي دي.
د ملي وحدت حکومت مشرانو ته په کار ده چې پر خلکو زړه وسوځوي، نوي کاندید وزیران ولسي جرګې ته ور وپېژني او سرپرستي ختمه کړي. وکیلانو ته هم په کار ده چې یوازې د خپلو امتیازاتو، ساتونکو، معاش او پروژو په اړه فکر ونه کړي، بلکې د ولس په اړه فکر وکړي. دوی باید پر حکومت فشار راوړي او کاندید وزیران ترې وغواړي. په دې اړه جدي فشار ته اړتیا ده او دا چاره ان که د ملي شورا د دروازو پر بندولو هم کېږي، باید چې وشي.