اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهاجرتمهم مطالبنړۍ

آلمان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره پر نوې طرح باندې کارکوي

دید خبرې آژانس: الماني رسنیو راپور ورکړی چې، د دغه هېواد دولت، د ازبیکستان له لارې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره له ازبیکستاني چارواکو سره د خبرو اترو په حال کې دي.

د دغو رسنیو د راپور له مخې، د جرمني حکومت له اسلامي امارت سره له مستقیمې مشورې پرته له ازبیکستان سره پر دغې طرحې کار کوي.

د کډوالو د حقونو فعال محمد خان طالبي احمدزی وايي:«د دغه هېواد د فډرال دولت پرېکړه او له درېیم هېواد، یعنې د پاکستان او ازبیکستان له دولتونو سره سلامشورې شوي، دا د بشري حقونو څخه څرګنده سرغړونه او د نړۍوالو کنوانسیونونو پر خلاف دي. د المان فډرال دولت باید د دغې موضوع په تړاو غور وکړي.»

اسلامي امارت هم د دې مسئلې له رابرسرېدو وروسته ویلي چې، په جرمني کې د ځینو افغانانو کړنې شخصي موضوع ده او باید له دغه هېواده د نورو افغانانو د ایستلو لامل نه‌شي.

د افغان کډوالو او نورو هېوادونو د کډوالو د ایستلو بحث له هغې وروسته ګرم شو چې، یوه افغان د اسلامي ضد غورځنګ لخوا په جوړه شوې مظاهره کې د یوه پولیس افسر په ګډون څو کسان ټپیان کړل چې، دغه پولیس افسر له ټپي کېدو وروسه ساه ورکړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا