اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

آصف: طا-لبان د ترهګرۍ ضد د پاکستان د نويو عملیاتو ملاتړ نه کوي

دید خبرې آژانس: د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف له پاکستاني وسله والو سره د طا-لبانو حکومت اړېکو ته په اشارې سره ویلي، چې طا-لبان د ترهګرۍ ضد د پاکستان د نويو عملیاتو ملاتړ نه کوي.

دی وايي، چې یو شمېر طا-لب چارواکي له پاکستاني طا-لبانو سره خواخوږي لري.

د پاکستان امنیتي ځواکونو په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د ترهګریزو بریدونو له زیاتوالي وروسته د پاکستاني طا-لبانو د ځپلو لپاره د «عزم استحکام» په نوم نوي عملیات پیل کړي دي.

ښاغلي اصف د سې شنبې په ورځ د چنګاښ په پنځمه د پاکستان ډان نیوز ته وویل، چې ایران په بلوچستان ایالت کې د بلوڅ وسله والو د فعالیتونو سرچینه نه ده او تهران د وسله والو پر ضد د پاکستان د نویو عملیاتو ملاتړ کړی.

د پاکستان د دفاع وزیر وویل: «دا د افغانستان لپاره توپیر لري. ځکه چې په طا-لبانو کې داسې کسان شته چې له پاکستاني طا-لبانو سره خواخوږي لري، تر دې مخکې ټي ټي پي په افغانستان کې د طا-لبانو تر څنګ د تېر جمهوري حکومت په وړاندې جګړه کوله.»

پاکستان له څو میاشتو خونړیو بریدونو وروسته د پاکستاني وسله والو پر ضد نوي عملیات پیل کړي دي. په همدې حال کې اسلام اباد تور لګوي چې د طا-لبان حکومت ټي ټي پي ته پناه ورکړې او د هغوی د بریدونو مخه نه نیسي.

د طا-لبانو حکومت د پاکستاني وسله والو د ځپلو او شړلو لپاره د پاکستان غوښتنه رد کړې او له دغه هېواده یې غوښتي چې له ټي ټي پي سره خبرې اترې وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا