اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

آصف: د افغانستان خاوره اوس هم د پاکستان په خلاف کارول کیږي

دید خبرې آژانس: د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وايي، اوس هم د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف کارول کیږي. هغه دغه خبرې په کويټه کې له یوه خونړي برید وروسته د پاکستان له یوه ټلویزیون سره په مرکه کې کړې دي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د پاکستان له جیونیوز سره په خبرو کې ویلي، چې اوس هم په پاکستان د نا امنۍ راوستلو لپاره د افغانستان خاوره کاریږي.

هغه دغه خبرې د بلوچستان په کويټه کې د ریل په یوه تمځای کې له هغه خونړي ځانمرګي برید وروسته کړې چې د ۱۹ پاکستاني پوځيانو په ګډون یې ۲۶ تنه وژلي او شاوخوا ۵۰ نور یې تپیان کړي دي.

خواجه اصف له دغه ټلویزیون سره په مرکه کې ويلي، چې بلوڅ بیلتون پال او ټي تي پي دواړه ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځايه خپل بریدونه پلانوي.

هغه پر هندوستان تور پورې کړ چې د دغو دواړو وسله والو ډلو مالي ملاتړ کوي او په افغانستان کې دوی ته د پاکستان د نا امنه کولو لپاره سهولتونه برابروي.

تر اوسه پورې طا-لبانو او هندي چارواکو په دې اړه رسمي غبرګونونه نه دي ښودلي خو تر دې وړاندې طا-لبانو د پاکستان دا ډول ادعاوې بې بنسټه بللې وې.

خواجه محمد اصف په افغانستان کې واک ته د طا-لبانو له رسیدو وروسته هغوی ته پر خواله رسنیو مبارکي ویلې وه او هغوی یې د «خدای عسکر» بللي وو.

بلوڅ بیلتون پالو د بلوچستان په کويټه ښار کې د رېل په یوه تمځای کې د تیرې ورځې د هغه ځانمرګې برید مسوولیت په غاړه واخیست چې له امله د ۱۹ پاکستاني پوځيانو په ګډون ۲۶ تنه په کې ووژل شول او شاوخوا ۵۰ ننور په کې ټپیان شول.

د پاکستان د دفاع وزیر دا ډول بریدونه د هند «نیابتي جګړه» بللې او ویلي یې دي چې هند نه غواړي چې چین په پاکستان کې د پرمختګ چارې مخته یوسي نو د ده په خبره چې خنډونه ورته جوړوي.

په دې وروستیو کې بلوڅ بیتلون پال غورځنګ په بلوچستان کې د پاکستان او چین په هغو بسنټونو او پروژو ستر بریدونه کړي چې پاکستان یې د دغه هیواد د پرمختګ پروژې یادوې خو بلوڅان وايي، چې د دوی حق پرته د دوی له ګډونه خوړل کیږي او دوی داسې جګړې د خپلو حق غوښتلو لپاره کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا