دید خبرې آژانس: پکتیکا ولایت مرکز ښرنه کې د راستنېدونکو هېوادوالو ته د ښارګوټي چارې د ریاست الوزراء د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني، د پکتیکا والي ملا عبدالخالق عابد او نورو چارواکو په شتون کې پیل شوې.

په پیل کې د پکتیکا والي الحاج ملا عبدالخالق عابد له مرکز کابل څخه راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي:« د خوشالي ځای دی، چې د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د استوکنیز ښار کوټي پرانیسته کوو او خلکو ته ډاډ ورکوو، چې ستاسو ټولو ستونزو ته به وخت پر وخت رسېدنه کېږي او ستاسو د کالونو کلونو ارمانونه به پوره کېږي».
عابد وویل، د مرکز ښرنې ښار ختیځ لوري ته له ښار سره په ۵ کیلومترۍ کې د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د استوګنیز ښار ګوټي پرانیسته وشوه، چې ټولو کډوالو ته به په کې خپل حقوق ورکړل شي.
د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د یاد ښارګوټي د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې په پکتیکا کي د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره ۳.۵۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه، چې له پلان سره سمه به یې د وېش لړۍ پیل شي.
د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني وویل:« مهاجرت یوه اشنا کلمه ده، هر کس ورسره اشنا دی، راستنېدونکو هېوادوالو لپاره مونږ او تاسو په ګډه د خپل وس په اندازه همکاري کوو او د هغوی ستونزو ته حل لارې لټوو او لومړنۍ اړینې مرستې ورسره کوو».
هغه دغه راز وویل: «د هرې راستنېدونکې کورنۍ لپاره، چې د غړو شمېر یې تر پینځو کم وي یوه بسوه او تر پینځو زیاتو وګړو ته زیاته ځمکه ورکول کېږي، چې ټولې اسانتیاوې به ولري».
نوموړي د سیمې پر بډایو خلکو غږ وکړ، چې له راستنېدونکو کډوالو سره دې هر اړخیزه همکاري وکړي، څو د محرومۍ احساس ونه کړي.
د قومونو په استازیتوب حاجي اکبر د اسلامي امارت له مشرانو مسوولینو مننه وکړه، چې تل یې د خلکو غږ په ورین تندي اورېدلی او د خلکو د غوښتنو پر اساس کړنې مخته وړي.
نوموړي، په نورو هېوادونو کې له مېشتو افغانانو غوښتنه وکړه، چې خپل هېواد ته راشي او د خپل هېواد او خلکو لپاره دې کار وکړي.
د پکتیکا مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت وویل:« د راستنېدونکو افغان ګډوالو لپاره مو د خپل وس مطابق هلې ځلې کړې او د هغوی لپاره مو د پنډ غالو، ترانسپورټ، روغتیا، خوراک، نوم لیکنې، اطلاعاتو او عامه پوهاوي او بېلابېلو برخو کې د مشرانو له هدایت سره سمې کمېټې ترتیب کړې او په ټولو دروازو کې خپل فعالیتونه مخته وړي».
د یادونې ده، چې پکتیکا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئیس مولوي حمدالله فاتح وایي، د راستنیدونکو ګډوالو د پیل نه تر اوسه پورې ۲۱۰۸ کورنۍ ثبت شوې دي.