د دید خبري اژانس: د ورجینیا په انټرسټیټ ۹۵ (I-95) کې د مسافرو بس له څو موټرو سره ټکر وکړ، لږترلږه پنځه کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

د ایالتي پولیسو په وینا، دا پیښه د جمعې په ورځ شاوخوا ۲:۳۵ بجې د کوانټیکو ښار ته نږدې د سټافورډ په سیمه کې د I-95 په جنوب لوري روان لینونو کې وشوه. لومړنۍ پلټنې ښیي چې د کار ساحې ته نږدې ترافیک ورو روان و، مګر د بس چلوونکی په وخت سره د سرعت کمولو کې پاتې راغی او له شپږو موټرو سره ټکر شو.
پولیسو وویل چې ټول پنځه قربانیان په هغو موټرو کې وو چې بس ورسره ټکر کړې وې. د بس چلوونکي په ګډون څلور څلویښت کسان د درملنې لپاره روغتونونو ته وړل شوي، چې درې یې په جدي حالت کې دي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، شاوخوا ۳۴ مسافر په بس کې وو.
د فدرالي ټرانزیټ ادارې ویاند پیټون ووګل چې په پیښه کې و، وویل: موږ ټپیان څو روغتونونو ته لیږدولي دي او د بس چلوونکی په جدي حالت کې دی. “دا یو له هغو تر ټولو غمجنو صحنو څخه دی چې ما په خپل ژوند کې لیدلي دي.”
څلور قربانیان په یوه مسافر وړونکي موټر کې وو چې د ټکر وروسته یې اور واخیست.
د پیښې دقیق لامل لاهم تر څیړنې لاندې دی.