اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګخبرسیمه

د ۲۱۰ ملیون ډالرو تړون لاسلیک؛ د افغانستان او ازبکستان ترمنځ همکاري پراخه شوه

د دید خبري اژانس: د ازبکستان د نمنګان ولایت ته د افغان سوداګرو، صادرونکو او د خصوصي سکتور د استازو په ګډون د ۱۰۰ کسیز پلاوي د سفر په جریان کې سوداګریز تړونونه لاسلیک شول.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او پانګونې خونې لخوا ورکړل شوي معلوماتو له مخې، د دې سفر په جریان کې د افغان او ازبک سوداګرو ترمنځ پراخې دوه اړخیزې غونډې، سوداګریزې خبرې اترې او ګډې غونډې ترسره شوې.

د دې خبرو اترو په پایله کې، د دواړو هیوادونو د شرکتونو او سوداګرو ترمنځ د ۲۱۰ ملیون ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه او تفاهم لیکونه لاسلیک شول.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو دا لاسته راوړنه د کابل او تاشکند ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په لور یو مهم ګام بللی دی. د دوی په وینا، دا تړونونه کولی شي د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي، د سیمه ایزو بازارونو پراختیا او د نویو پانګونو د راجلبولو لپاره لاره هواره کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال آریان زلګي عظیمي د ازبک چارواکو او سوداګرو سره په یوه غونډه کې ټینګار وکړ چې د افغانستان خصوصي سکتور د سیمې له هیوادونو، په ځانګړې توګه ازبکستان سره د اقتصادي همکارۍ پراخولو ته چمتو دی او هڅه کوي چې د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره نوې لارې جوړې کړي.

په ورته وخت کې، ازبک چارواکو هم له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او د سوداګرۍ، ټرانزیټ، صادراتو او ګډې پانګونې په برخو کې یې د همکارۍ د زیاتوالي هرکلی کړی دی.

اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې د داسې غونډو جوړول کولی شي د سیمه ییزې سوداګرۍ په وده، د افغان سوداګرو لپاره د نویو فرصتونو په رامینځته کولو او د منځنۍ آسیا بازارونو ته د افغانستان د صادراتو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button