د دید خبري اژانس: امریکا اعلان وکړ چې د امریکایی لیکوال او څېړونکي پل اډوین اووربي جونیور د ورکېدو په قضیه کې یې د ټولټال ۶ میلیونه ډالرو په ارزښت دوه جلا جایزې بیا فعالې کړې دي.

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) په وینا، پل اووربي د ۲۰۱۴ کال په می میاشت کې د افغانستان په خوست ولایت کې د یو کتاب لپاره د پلټنې په جریان کې ورک شو. د هغه له ورکېدو مخکې، هغه ویلي وو چې ممکن د خپلو څېړنو د دوام لپاره پاکستان ته سفر وکړي.
پل اووربي مخکې د افغانستان په اړه یو غیر افسانوي کتاب لیکلی و چې سرلیک یې “مقدس وینه: د افغان جګړې دننه کتنه” دی. د هغه میرمن، جین لارسن، وویل چې هغه د افغانستان په اړه د دوهم کتاب په اړه څیړنه کوله او هیله یې درلوده چې د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني سره خبرې وکړي.
د یرغمل نیولو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي اعلان وکړ چې د پل اووربي د موندلو هڅې د افغانستان په خوست ولایت کې د ورکېدو ۱۲ کاله وروسته دوام لري.
په دې وروستیو کې خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د اووربي کورنۍ له کلونو راهیسې د هغه د برخلیک په اړه بې ځوابه پوښتنو سره مخ ده.
د بیان له مخې، هغه د اورېدو ستونزه لري او درملو ته اړتیا لري.
۸۳ کلن امریکایی لیکوال په انګلیسي، جرمني او پښتو ژبو روان دی.