افغانستانخبرسیمه

طالبانو د افغان خبریالانو په اړه د پاکستان د اطلاعاتو د وزیر څرګندونې “بې بنسټه” وبللې

د دید خبري اژانس: د پاکستان د اطلاعاتو د وزیر د وروستیو څرګندونو په ځواب کې، د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د افغان خبریالانو د فعالیتونو په اړه شوي ادعاوې رد کړې او دا څرګندونې یې “غیر مسؤلانه او بې اساسه” وبللې.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د افغان خبریالانو په اړه د پاکستان د اطلاعاتو د وزیر د څرګندونو په ځواب کې یوه اعلامیه خپره کړې او دا ادعاوې یې په کلکه رد کړې دي. په اعلامیه کې راغلي چې افغان خبریالان د ملي ګټو په چوکاټ کې او د مسلکي اصولو پر بنسټ کار کوي او د کوم هیواد یا بهرني غورځنګ تر اغیز لاندې نه دي. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر ادعا کړې وه چې په پاکستان کې ځینې افغان خبریالان “د طالبانو د امنیتي ادارو تر اغیز او لارښوونې لاندې دي” او د پاکستان خاوره د “اسلام آباد پر وړاندې د تبلیغاتو” لپاره کارول کیږي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت زیاته کړه چې دا ډول ادعاوې د پاکستاني چارواکي لخوا د “عامه افکارو د تحریف” په هدف شوې دي. د طالبانو په وینا، پاکستان هڅه کوي چې په کابل کې د مخدره توکو د درملنې په ۲۰۰۰ بستریز روغتون او د کنړ په پوهنتون باندې د وروستیو بریدونو څخه پام واړوي.

د طالبانو چارواکو ټینګار کړی چې افغان رسنۍ او خبریالان د کورنیو قوانینو سره سم فعالیت کوي او د پاکستان د اطلاعاتو وزیر څرګندونې “پرته له کوم شواهدو او اعتبار څخه دي.”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button