اسلایدشوبشري حقونهخبرنړۍ

په بریتانیا کې د فلسطین پلوه لاریون کونکو پر وړاندې پراخه ځپل؛ ۵۲۳ کسان نیول شوي

د دید خبري اژانس: د لندن پولیسو اعلان وکړ چې د فعالې ډلې “پالستاین اکشن” په ملاتړ چې په برتانیا کې منع دی، د لاریون په جریان کې لږترلږه ۵۲۳ کسان نیول شوي.

د مټروپولیټن پولیسو په وینا، دا کسان د “یو منع شوي سازمان ملاتړ څرګندولو” په تور نیول شوي او د بندیانو عمرونه له ۱۸ څخه تر ۸۷ کلونو پورې دي.

پولیسو زیاته کړه چې نیول شوي کسان د “Defend Our Juries” ډلې لخوا تنظیم شوي لاریون سره تړاو لري. لاریون د مرکزي لندن په ټرافالګار چوک کې ترسره شو او په پای کې، ګډونوالو له ځای څخه ووتل. پولیسو دا هم اعلان وکړ چې د بندیانو د قضیو د کتنه پروسه روانه ده او تحقیقات روان دي.

په مقابل کې، تنظیم کونکي ډلې په ټولنیز ایکس شبکه کې اعلان وکړ چې پولیسو “په قصدي او غیرقانوني ډول” سوله ایز لاریون کونکي نیولي دي؛ هغه خلک چې د “زه د نسل وژنې مخالفت کوم – زه د پالستاین اکشن ملاتړ کوم” شعارونه یې درلودل.

د انګلستان د بخښنې نړیوال سازمان دا نیونې “په دې هیواد کې د مدني آزادیو لپاره یو بل ګوزار” وباله، او د فبروري په میاشت کې د سترې محکمې د یوې پریکړې په حواله یې وویل چې په دې ډله بندیز غیرقانوني دی.

په هرصورت، د مټروپولیټن پولیسو وویل چې دوی د پریکړې وروسته هم د پالستاین اکشن ملاتړ کونکو خلکو نیول بیا پیل کړي دي.

په ورته وخت کې، په ټوله انګلستان کې په سلګونو فلسطین پلوه فعالین نیول شوي دي، د حقونو ډلو د سخت دریځۍ د زیاتوالي خبرداری ورکړی او له حکومت څخه یې د بندیز لرې کولو غوښتنه کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button