د دید خبري اژانس: د سیمه ییزو پرمختګونو او د کړکیچونو د کنټرول لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو د زیاتوالي په دوام کې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، د هیواد د عالي ملي امنیت شورا په استازیتوب یوه اعلامیه خپره کړه، چې د جګړې د پای ته رسیدو او په سیمه کې د کړکیچونو د کمولو په برخه کې د پاکستان د رول او هڅو ستاینه یې وکړه.

عراقچي په دې اعلامیه کې ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت د هر هغه سیمه ییز او نړیوال نوښت ملاتړ کوي چې د شخړو د پای ته رسیدو او د ثبات د رامینځته کیدو لامل کیږي، او په دې برخه کې د پاکستان رول “رغنده او مهم” وباله.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا هم اعلان وکړ چې که د متحده ایالاتو لخوا بریدونه ودرول شي، د ایران وسله وال ځواکونه به هم خپل دفاعي بریدونه ودروي.
دا څرګندونې په داسې وخت کې راځي چې په دې وروستیو ورځو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکیچونه د پام وړ زیات شوي او په سیمه ایزه کچه د شخړو د خپریدو په اړه اندیښنې زیاتې شوي دي.
د اعلامیې په یوه بله برخه کې، عراقچي د هرمز تنګي کې د خوندي ترافیکي شرایطو د برابرولو اعلان وکړ او ویې ویل چې د دوو اونیو لپاره به د کښتیو تګ راتګ په خوندي ډول، د ایران د وسله والو ځواکونو په همغږۍ او د موجوده تخنیکي محدودیتونو سره سم ممکن وي. دا اقدام کولی شي په دې مهمه لاره کې د انرژۍ امنیت او بار وړلو په اړه د نړیوالو اندیښنو په کمولو کې مهم رول ولوبوي.