خبرسیمهچاودنه

په پاکستان کې د ګازو پایپ لاین چاودنه؛ کویټه او شمالي بلوچستان ته د ګازو رسولو لارې بندې شوې

د دید خبري اژانس: راپورونه ښيي چې د نامعلومو کسانو لخوا د ګازو د پایپ لاین له چاودنې وروسته، کویټه ښار او د بلوچستان یو شمېر شمالي سیمو ته د ګازو رسولو لارې په بشپړه توګه بندې شوې دي.

د راپورونو پر بنسټ، نامعلومو وسله والو کسانو د هرنايي ولسوالۍ په اختر آباد سیمه کې د “سوی سادرن ” ګاز شرکت پورې اړوند د ۱۸ انچه قطر ګازو پایپ لاین د چاودیدونکو توکو په کارولو سره ویجاړ کړی دی. د ماین پاکولو ټیم په وینا، دا پیښه د تخریب یوه هدفمنده کړنه وه او چاودیدونکي توکي د پایپ لاین لاندې ځای پر ځای شوي وو او بیا چاودنه ورکړل شوه.

د پاکستان د سوی سادرن ګاز شرکت ویاند تایید کړه چې د ګازو رسولو لارې په بشپړه توګه بندې شوې دي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې د پایپ لاین ترمیم کار پیل شوی، خو د ګازو د بیا نښلولو لپاره دقیق وخت لا نه دی ټاکل شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button