افغانستاناقتصاد او پرمختګخبرسیمه

هره ورځ د افغانستان او ایران ترمنځ ۱۳۰۰ لارۍ تګ راتګ کوي

د دید خبري اژانس: د هرات سرحدي چارواکي وايي چې د ایران او افغانستان ترمنځ د توکو لیږد په ایران کې د کړکیچ سره سره په نورمال ډول دوام لري.

د اسلام کلا سرحدي کمیشنر، زعیم آغا زیاته کړه چې اوس مهال، په اوسط ډول هره ورځ شاوخوا ۶۰۰ لارۍ ایران ته او ۷۰۰ لارۍ له ایران څخه هرات ته داخلیږي.

هغه دوام ورکړ چې د سوداګریزو توکو جریان پرته له کومې جدي ستونزې یا خنډونو دوام لري.

د هرات سیمه ایزو چارواکو هم ټینګار وکړ چې حکومت په جدي توګه کورني بازارونه څاري او سوداګرو ته خبرداری ورکړل شوی چې د نرخونو د لوړولو لپاره له اوسني شرایطو څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي.

د هرات د ولایتي ادارې ویاند محمد یوسف سعیدي وویل: “هر هغه سوداګر چې د ستونزو او د ایران د لارو د بندیدو په پلمه د توکو د بیو د لوړولو هڅه کوي، له قانوني او جدي اقدام سره به مخ شي.

په عین حال کې، په هرات کې د ایران د اسلامي جمهوریت قونسل جنرال اعلان وکړ چې په ایران کې د جګړې شرایطو او کړکیچونو سره سره، د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې باثباته پاتې دي او د اسلام کلا پولې له لارې ټرانزیټ فعالیتونه دوام لري.

د هرات د سرحدي او سوداګریزو چارواکو ټینګار وکړ چې د توکو د سوداګرۍ او لیږد بهیر نه یوازې نه دی بند شوی، بلکې د مناسبو امنیتي او څارنې اقداماتو سره ترسره کیږي، او اتباع او سوداګر کولی شي د توکو د کمښت په اړه د اندیښنې پرته پیرود او پلور ته دوام ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button