پاکستاني عسکرو د افغان کډوالو پر استوګنځایونو چاپه ووهله
د دید خبري اژانس: په داسې حال کې چې په پاکستان کې سلګونه افغان کډوال جرمني ته د لېږد په تمه دي، د دې هېواد امنیتي ځواکونو د دوی پر استوګنځایونو چاپه وهلو سره د دې کورنیو لپاره وضعیت لا پسې خراب کړی دی.

پاکستاني عسکرو د افغان کډوالو پر استوګنځایونو چاپه ووهله
د جرمني ورځپاڼې “ولټ” د راپور له مخې، سلګونه افغان کډوال چې د جرمني حکومت لخوا دې هېواد ته د لېږد لپاره منل شوي دي، په پاکستان کې د نیول کېدو او شړلو له خطر سره مخ دي.
د سپتمبر په ۷مه، د پاکستان د ترهګرۍ ضد ځواکونو په اسلام آباد کې پر یوه مېلمستون چاپه ووهله او د دې کډوالو د یو شمېر استوګنځایونه یې ولټول.
دا خلک، چې په عمده توګه د بهرنیو ادارو پخواني کارمندان، د بشري حقونو فعالین او افغان خبریالان پکې شامل دي، اوس له افغانستان څخه له تښتېدو وروسته په پاکستان کې په ناڅرګند او کړکېچن حالت کې ژوند کوي.
تیره اونۍ، یوازې ۴۷ تنه یې د جرمني هانوفر ښار ته لیږدول شوي، پداسې حال کې چې سلګونه نور یې په بې هوښه حالت کې پاتې دي، او د نیول کېدو او شړلو له خطر سره مخ دي.
پاکستاني چارواکو په وار وار د دې کډوالو د لېږد د ورو سرعت په اړه خپله نارضایتي څرګنده کړې ده.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالنا بربوک لخوا له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو د مخنیوي هڅې تر اوسه پورې ناکامې شوې دي.