اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګخبرسیمه

د طوطي میدان په ساحه کې د ګازو استخراج د ازبکستان د ۱ ملیارد ډالرو پانګونې سره پیل کیږي

د دید خبري اژانس: د طوطي میدان په ساحه کې د ګازو استخراج کار د ازبکستان د ۱ ملیارد ډالرو پانګونې سره پیل شوی دی؛ یو داسې اقدام چې کولی شي د افغانستان د انرژۍ سکتور پیاوړی کړي او د سیمې له هیوادونو سره اقتصادي همکاري پراخه کړي.

د سرپرست حکومت یو شمیر لوړ پوړي چارواکي او د خصوصي سکتور استازي، په شمول د اقتصادي چارو لپاره د لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالغني برادر، د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړی استازی عصمت الله ارګشف، او د طالبانو د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري، نن د یکشنبې په ورځ (د سنبلې ٢۳مه) په مزار شریف کې په یوه رسمي مراسمو کې ګډون درلود.

د کانونو او پټرولیم وزارت مخکې له دې د ازبکستان له یوې شرکت سره د ۱ ملیارد ډالرو په ارزښت د دې ګازو د ساحې د سپړلو او استخراج لپاره تړون لاسلیک کړی و.

د طوطي-میدان ګازو ساحه د آمو سیند د تیلو حوزې یوه برخه ده او شاوخوا ۷۰۰۰ مربع کیلومتره مساحت لري، چې د انرژۍ په سکتور کې د افغانستان یو له مهمو طبیعي ظرفیتونو څخه ګڼل کیږي.

دا پروژه کولی شي د هیواد د انرژۍ او اقتصاد په پراختیا کې مهم رول ولوبوي او د افغانستان او سیمه ایزو هیوادونو ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ لپاره لاره هواره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button