ملا یعقوب مجاهد: د طالبانو اړیکې له ۲۰۰۱ کال راهیسې له القاعدې سره پرې شوي دي
د دید خبري اژانس: د طالبانو د سرپرست حکومت د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد اعلان وکړ چې په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا له یرغل راهیسې له القاعدې سره د دوی اړیکې پرې شوي دي او د افغانستان له خاورې څخه هیڅ ډله نورو هیوادونو ته ګواښ نه دی.

له بي بي سي سره په یوه مرکه کې هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو ریښې له منځه وړل شوي او د امنیت شورا ته د ادعاوو وړاندې کولو پر ځای، مختلف هیوادونه باید د طالبانو د سرپرست حکومت سره ریښتیني معلومات شریک کړي ترڅو ګواښونه اداره شي.
مجاهد ټینګار وکړ چې د امریکا سره د دوحې د تړون له مخې، هیڅ ډله نشي کولی له افغانستان څخه د امریکا پر وړاندې فعالیت وکړي او د طالبانو سرپرست حکومت دې تړون ته ژمن دی. هغه دا هم وویل چې که ځینې هیوادونه د وسله والو ډلو ملاتړ ونه کړي، سرپرست حکومت به وکولی شي د دوی فعالیتونه ودروي.
مجاهد د خپلې وینا په یوه بله برخه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکو ته اشاره وکړه او ویې ویل: “اوسني اړیکې عادي نه دي او د دواړو هېوادونو په زیان دي.”
هغه دا هم زیاته کړه چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او نورو وسله والو ډلو په اړه، دا ډلې د ډیورنډ کرښې له هاخوا بریدونه کوي او پاکستان هڅه کوي چې د تورونو په لګولو سره خپلې امنیتي کمزورۍ پټې کړي. هغه ټینګار وکړ چې د تورونو لګولو پر ځای د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره همکاري اړینه ده.