د دید خبري اژانس: په افغانستان کې امنیتي او ټولنیزو ننګونو ته په اشارې سره، د شانګهای همکارۍ سازمان عمومي منشي ټینګار وکړ چې د ټولو قومي او سیاسي ډلو د استازو په شتون سره د ټول شموله حکومت جوړول په هیواد کې د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره یو اساسي شرط دی.

د سازمان د کلنۍ غونډې په درشل کې، د شانګهای همکارۍ سازمان عمومي منشي نورلان یرمیګبایف په افغانستان کې د تلپاتې ثبات د ترلاسه کولو لپاره د ټول شموله حکومت جوړولو اړتیا باندې ټینګار وکړ.
د روسیې د ریانووستی خبري اژانس سره په یوه مرکه کې، هغه وویل چې په افغانستان کې وضعیت لاهم د اندیښنې وړ دی او دا هیواد د ترهګرو ګواښونو، د بشري حقونو سرغړونو، په ځانګړې توګه د ښځو حقونو او ټولنیزو بحرانونو په څیر ننګونو سره مخ دی.
یرمیګبایف یادونه وکړه: “د شانګهای همکارۍ سازمان ټول غړي موافق دي چې په افغانستان کې ثبات د ټولو قومي او سیاسي ډلو د ریښتیني استازو له شتون پرته ممکن نه دی.”
هغه دا هم وویل چې د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي هیوادونه د سرپرست حکومت سره په دوه اړخیزه اړیکه کې دي، مګر بیا هم د یو ټول شموله حکومت جوړول د اوسني افغان حکومت سره د پراخې پیژندنې او همکارۍ لپاره یو شرط ګڼي.
د سرمنشي په وینا، که څه هم په افغانستان کې اقتصادي وضعیت په ځینو اړخونو کې ښه شوی، بشري مسایل او د داعش-خراسان په څیر د افراطي ډلو شتون د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ دی.
په دې شرایطو کې، د روسیې د امنیت شورا سکرتر سرګي شویګو هم په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی چې د داعش-خراسان په ګډون د ۲۰ نړیوالو ترهګرو ډلو سره تړلي له ۲۳۰۰۰ څخه ډیر جنګیالي په افغانستان کې فعالیت کوي.
د ملګرو ملتونو راپورونو هم په هیواد کې د داعش او القاعدې په څیر ډلو لپاره د روزنیزو اډو شتون تایید کړی دی.