٩٢ سلنه افغانان د نجونو زده کړه غواړي
د دید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو په وروستۍ سروې کې، د افغانانو لوی اکثریت، په ښاري او کلیوالي سیمو کې نارینه او ښځینه، د نجونو د زده کړې پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د یوې ملي سروې د پایلو پراساس، ٩٢ سلنه ځواب ویونکو د ښځو او نجونو د زده کړې ملاتړ کړی دی.
سروې په کور دننه ترسره شوې او د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ۲،۱۹۰ افغان اتباعو نظرونه منعکس کړي دي.
راپور وايي چې په کلیوالي ټولنو کې، ۸۷ سلنه نارینه او ۹۵ سلنه ښځو د نجونو د زده کړې ملاتړ کړی، پداسې حال کې چې په ښاري سیمو کې، دا شمیره د ښځو او نارینه وو دواړو لپاره ۹۵ سلنه ته رسیدلې ده.
دا احصایې ښیې چې د نجونو زده کړه نه یوازې ښاري غوښتنه ده، بلکې په ټول هیواد کې یوه ملي غوښتنه ده.
“تقریبا تل لومړی شی چې نجونې موږ ته وايي دا ده چې دوی زده کړې ته لیواله دي او دوی یوازې د زده کړې فرصت غواړي،” د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګړې استازې سوزان فرګوسن وویل.
هغې همدارنګه ټینګار وکړ چې افغان کورنۍ هم د خپلو لوڼو د زده کړې خوبونو ملاتړ کوي، په دې ښه پوهیږي چې زده کړه کولی شي د دوی راتلونکی په داسې یو هیواد کې بدل کړي چیرې چې د نفوس نیمایي برخه په فقر کې ژوند کوي.