د دید خبري اژانس: د تورخم سیمه ییز چارواکي وايي چې هره ورځ سلګونه کورنۍ له پولې څخه تیریږي؛ د زرګونو کسانو ظرفیت لرونکي لنډمهاله کمپونه چمتو شوي دي.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو د دریمې څپې له پیل سره، په تورخم کې سیمه ییزو چارواکو اعلان وکړ چې د دې کډوالو د منلو لپاره ټول اړین چمتووالی نیول شوی دی.
د عمري کډوالو په کمپ کې، تر اوسه پورې له ۱۵۰۰ څخه زیاتې خیمې جوړې شوې دي او ۱۲ خدماتي کمیټو خپل فعالیتونه پیل کړي دي.
د کمپ مشر محمد هاشم میوندوال په وینا، که اړتیا وي نو نورې اسانتیاوې به هم برابرې شي.
د خدماتو کمېټې مشر زاهدالله زاهد وویل چې هره ورځ له ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ پورې کورنۍ هیواد ته داخلیږي او د ۱۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ پورې خلکو ته د خوړو خدمات چمتو کیږي.
د کډوالو د لېږد مشر بخت جمال ګوهر وویل چې په تېره یوه اونۍ کې شاوخوا ۳۰۰۰۰ کسان د تورخم له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.