امنیت او حوادثخبرسیمهنړۍ

باکو د روسیې د بریدونو په ځواب کې اوکراین ته د وسلو لیږلو ګواښ کړی

د دید خبري اژانس: په اوکراین کې د اذربایجان د انرژۍ پر تاسیساتو د روسیې له بریدونو وروسته، باکو خبرداری ورکړی چې که دا بریدونه دوام وکړي، باکو به پر اوکراین د وسلو بندیز لرې کولو په اړه غور وکړي.

اذربایجاني رسنیو راپور ورکړی چې د اذربایجان او اوکراین ولسمشرانو الهام علی اف او ولادیمیر زیلنسکي پرون د تلیفوني خبرو اترو په ترڅ کې د اوکراین د ګازو پر زیربناوو او همدارنګه په اوډسا کې د سوکار د تیلو په ټانک باندې د روسیې د پوځي بریدونو په اړه بحث وکړ.

د دې راپور پر بنسټ، د دواړو هیوادونو مشرانو د روسیې د وسله والو ځواکونو د کړنو په اړه خپله غوسه څرګنده کړه.

د باکو د حکومت سرچینو ویلي چې که د اذربایجان د ګټو پر وړاندې د روسیې تیریدونکی پالیسي دوام ومومي، باکو به په رسمي ډول د وسلو بندیز لرې کولو او له خپلو ګودامونو څخه اوکراین ته د وسلو لیږلو امکان په پام کې ونیسي.

د یادونې وړ ده چې د روسیې وسله والو ځواکونو په دې وروستیو کې په اوکراین کې د اذربایجان د انرژۍ پر تاسیساتو برید کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button