افغانستاناقتصاد او پرمختګحکومتخبر

د خصوصي بانکونو مالي سرچینې ۷۱ سلنه ښه شوې؛ په یوه کال کې ۱۵ میلیارده افغانۍ پانګونه شوې

د دید خبري اژانس: د طالبانو د سرپرست حکومت مرکزي بانک اعلان کړی چې د تیر کال په پرتله د هیواد د خصوصي بانکونو مالي وضعیت د پام وړ ښه شوی دی. د رسمي احصایو له مخې، د دې بانکونو پانګه ۱۵ میلیارده افغانۍ زیاته شوې او د دوی مالي سرچینې د تیر کال په پرتله ۷۱ سلنه زیاتې شوې دي.

د مرکزي بانک ویاند حسیب الله نوري هم د شاوخوا ۲۲ میلیارده افغانیو په ارزښت د بانکي تضمینونو پلي کولو اعلان وکړ او ویې ویل چې د بانکدارۍ سکتور د نړیوالو معیارونو سره سم لوړولو لپاره هڅې روانې دي.

اوس مهال، په افغانستان کې ۱۲ بانکونه فعال دي، چې درې دولتي بانکونه، د بهرنیو بانکونو دوه استازي دفترونه، او اووه خصوصي بانکونه پکې شامل دي. د طالبانو د سرپرست حکومت مرکزي بانک خپل هدف د بانکدارۍ محدودیتونه کمول او خلکو ته معیاري مالي خدمات وړاندې کول ښودلي دي.

دا پرمختګونه په داسې وخت کې راپور شوي چې د هیواد بانکي سیسټم د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته له سختو نړیوالو بندیزونو او محدودیتونو سره مخ شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button