افغانستانبشري حقونهخبرنړۍ

سټارمر د جنسي تیري په تور د دوو افغان پناه غوښتونکو د قومیت په اړه د شفافیت غوښتنه کوي

د دید خبری اژانس: د برتانیا په نانیټن ښار کې د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي تیري په تور د دوو افغان پناه غوښتونکو د نیول کیدو وروسته د شکمنو کسانو د هویت او قومیت د څرګندولو لپاره سیاسي فشار زیات شوی دی.

د برتانیا د اصلاحاتو ګوند مشر نایجل فراج د دوشنبې په ورځ (د اسد په ١٣مه) په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې پر پولیسو نیوکه وکړه او د شکمنو کسانو د هویت په راپور ورکولو کې یې د شفافیت غوښتنه وکړه. هغه خبرداری ورکړ چې په داسې قضیو کې محرمیت به د خلکو بې باوري، د سازش تیوریو خپریدو او حتی ښاري بلواوو لامل شي، لکه څنګه چې تیر کال په ساوت پورټ کې پیښې وشوې.

د دې فشارونو په ځواب کې، د برتانیا لومړي وزیر سر کایر سټارمر هم له پولیسو څخه غوښتنه کړې چې د قانون په چوکاټ کې “د امکان تر حده په شفاف ډول” عمل وکړي او په حساسو قضیو کې د شکمنو کسانو د قومیت پورې اړوند معلومات خپاره کړي، ترڅو د عامه اندیښنو ته ځواب ووایی.

په هرصورت، د بشري حقونو ډلو خبرداری ورکړی چې د محکمې د پریکړې دمخه د شکمنو کسانو د قومیت افشا کول کولی شي په ټولنه کې د کډوالۍ ضد، نژاد پرست احساساتو او احتمالي تاوتریخوالی ته وده ورکړي.

د دوو پناه غوښتونکو قضیه لا هم تر څېړنې لاندې ده، او برتانوي چارواکو لا تر اوسه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button